IQNA

د ولسمشرۍ د انتخاباتو ښه ترسره کیدا د اسلامی نظام د تل پآتې ځای په ځآی کیدا نښه ده

14:23 - July 28, 2024
د خبر لمبر: 3489601
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن په یوه فرمان کې په انتخاباتو کې د ملت د رايو په تائيدولو او تنفید سره ډاکټر مسعود پزشکیان د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په توګه منصوب کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت د منتخب شوي ولسمشر د تنفید دغه دستورې د عبدالقاسمي په وسیله دقرآن کریم په تلاؤت سره پیل شوې  او له دې وروسته د ایران داسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر سردار احمد وحیدی د ولسمشرۍ د لومړي او دوهم پړاؤ د ترسره کیدا په باب په تفصیل سره راپور وړاندې کړ،له دې وروسته  د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ولسمشرۍ د تائيدئې په دغو دستورو کې چې په امام خمیني امامباړې کې ترسره شوې،د ایران د ملت د رایو په تائيدولو سره  ښاغلی مسعود پزشکیان د اسلامی ایران د ولسمشر په توګه منصوب کړاو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د تنفید او تائيدئې دغه فرمان حجةالاسلام محمدي ګل پآیګاني  ولوست. او ددغه فرمان له لوستولو وروسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د تائيدئې سند مسعود پزشکیان ته وسپاره.

متن حکم تنفیذ ریاست جمهوری چهاردهم

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلو سپارښتنو کې ووئيل، د نوی ولسمشر او حکومت ترټولو لومړنۍ دنده باید د ملت د مشکلاتو د حل لپاره بشپړ هڅه وي  او په زیاتره موضوعګانو کې دې د درستو قواؤ دریځونه سره یو او کارنده وی څو د آيت الله ابراهیم ریئسي پیل کړئ شوي پروژې او پلانونې پر مخ لاړې شي او د ایران د ملت د مشکلاتو پټی چې د نوی ولسمشر پر اوږو کیښودل شوی دی په ګډه سره انجام ته ورسوي.

تنفیذ حکم ریاست جمهوری پزشکیان توسط رهبر معظم انقلاب

همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له خوا د تائيدئې له ترلاسه کولو وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې ووئيل، زه د  ایران د غیور او میړني او هوښیار ملت د یوه خادم په توګه یو خادم یم چې د خپل میړني ملت د خدمت لپاره شپه او ورځ هڅه وکړم او ددنیا په مخ یو پرمختللی او ځلیدلی ایران نندارې ته وړاندې کړو او د ملت د ستونز دحل لپاره خپلې ټوله هڅې  او توانمنۍ وکاروو.

دا په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت  نوی ولسمشر پخپل لومړني فرمان کې محمد رضا عارف د د ولسمشرۍ دلومړي مرستیال په توګه منصوب کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4228684

captcha